کابل / د وري ۱۴ مه / باختر
د بغلان په بنو ولسوالۍ کې نن د یو سراچه ډوله موټر د ټکر له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیرعابدي باخترآژانس ته وویل چې یو سراچه ډوله موټر د بغلان د بنو ولسوالۍ په لور روان و چې د دغې ولسوالۍ د خوشدرې کلي په ساحه کې له واټ څخه ووت او د انداراب سیند ته ولوېد چې د یادې پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر د دغې پېښې اصلي علت د چلوونکي بې احتاطي او د ترافیکي قوانینو نه رعایتول وبلل.
په همدې حال کې د خنجان ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک آمر ډاکترعبیدالله خالقي د ټپیانوروغتیايي حالت ښه بللی دی.
ع