– کابل/ د وري لومړۍ نېټه / باختر
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د قاضي کلي د منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بغلان د پوهنې رييس مولوي محمد نورعزيزي وايي چې دغه ښوونځى د قاضي کلي اوسېدونکو په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد کلي ښوونځی تعمیر نه لري او زده کوونکي یې په آزاده فضا کې زده کړې کوي.
| ذ