خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د بوغابي سړک د کانکریت کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د بغلان د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې د پلخمري – دوشي ولسوالۍ د بوغابي کوتل د دوه کیلو متره سړک د کانکرېټ کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني وايي، چې په دغه ولایت کې له ټولو رغنیزو پروژو ملاتړ کوي او هڅې کوي څو په دې ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي شي او خلکو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بغلان د ټولګټو رئیس ملا عباس اخند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د بوغابي کوتل سړک ۲ زره ۱۷۷ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري،  د ۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت یې چارې پیل شوې وې چې تر دې مهاله د یاد سړک د کانکرېټ کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې ۲۰ سلنه نور به یې ډېر ژر بشپړې شي.

د بغلان اوسېدونکي او د کابل – بغلان د لویې لارې موټر چلوونکي د ټولګټو وزارت د دې اقدام هرکلی کوي او غوښتنه یې داده چې د کابل – شمال پر غزېدلې لارې ویجاړې شوې برخې د بوغابي کوتل په څیر جوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته