سیاست

فضل هادي مسلميار د ميدان وردګو ولايت د نرخ او جلريز د ولسواليوله مشرانوسره وکتل

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
دملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د ميدان وردګو ولايت د نرخ او جلريز د ولسواليو له يو شمېرسپين ږيرو سره وکتل او د هغوى شکايتونه يې واورېدل .
  دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دوى دخپلو ځينو سيمه ئيزو ستونزو په يادونې سره، د هغو خاصو امريکايي ځواکونو د ظالمانه او وحشيانه چلند په نسبت چې په دغه ځاى کې ډېره دي؛ د نرخ او جلريز د ولسواليو د زرګونوکورنيو شکايتونه بيان کړل او وې ويل چې دغه ځواکونه په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي، وهي او ډبوي يې.
د شپې له خوا د خلکوکورونو ته ننوځي،کورونه يې لټوي اوخلک وهي او ډبوي او په عمومي لارو کې مسافر وړونکي وسايط د لټونې په پلمه دروي او سپرلۍ يې  ځوروي او له والي او له نورو ولايتي مقاماتو سره له بيابيا اړيکو سره سره دغه ستونزه لاتراوسه پورې نه ده حل شوى، ځکه خاص امريکايي ځواکونه سيمه ئيزو ادارو ته کوم ارزښت نه ورکوي
ددغو ولسواليو خلکو په داسې حال کې چې د دغو ځواکونو له اندازې زياتو ظلمونو له امله د خپلې ژورې انديښنې مراتب څرګند کړل، خبر دارى يې ورکړ: که چيرې د دوى ستونزو ته پاملرنه ونه شي اوحل نه شي؛ وسله به ترلاسه کړي .
د مشرانوجرګې رييس په داسې حال کې چې دغه شان ناسم عملونه وغندل او هغه يې د ديني لارښوونو او د افغاني دودونو پرخلاف وبلل؛ ژمنه يې وکړه چې عريضه به يې سبا د امنيت شورا په غونډه کې په خپله دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړي او د خپلو قانوني واکونو په چوکات کې به د اړونده کميسيون له لارې هم پاملرنه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته