خبرونهاقتصادټولنه

په بدخشان کې د ۲ چک ډېمونو د جوړولو کار پیل شو

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲ چک ډېمونو د جوړولو کار پیل شو.
دغه چک ډېمونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ۳ میلیونو ۷۶۲ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې هر یو یې ۴ زره او ۶۰۰ متر مکعب اوبه زېرمه کولی شي, چې ترې به ۲ زره ۲۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.
د یادو چک ډېمونو د جوړولو د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، موسمي اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو د ښه خړوب او د سېلابونو د تخریب مخنیوی بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې دې ته د ورته چک ډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته