کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د بدخشان ځايي مسوولین د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۴ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند احسان الله کامګار باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ارغنجخواه ولسوالۍ په تګابک سیمه کې د یوه رنجر موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
احسان الله کامګار د پېښې لامل د موټر چلوونکي تېز تګ یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د بغلان – کابل پر لویه لاره د خنجان ولسوالۍ اړوند د پل ملخان په سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه