خبرونهامنیت

په بدخشان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د بدخشان په تګاب کشم ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د بدخشان يوه امنيتي مسوول وويل چې وسله والو طلبانو د تګاب کشم ولسوالۍ د خمبک نوین سیمې په مربوطاتو پر یوې امنیتي پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زياته کړه چې په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تراوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.

د يو بل خبر له مخې:

د بدخشان د يمګان ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو مسوول قاري نعمت الله له ۶ ملګرو سره یې د تګاب کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په بريد شهيد کړای شو.

ختم- خديجه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته