خبرونهټولنه

په بدخشان کې د دوو ترفیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر
د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد او بهارک ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري ګلب الدین سهیل باختر آژانس ته وویل چې د فیض آباد ښار په پنځمه حوزه او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې په کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
باید وویل شي چې دې وروستو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې لوړوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته