سیاست

جمهوررئیس غني د ماتې نه منونکو لوبو د مشال بلولو په مراسموکې ګډون وکړ

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ماتې نه منونکو لوبو د مشال بلولو په مراسمو کې چې پرون مازدیګر په ارګ کې ترسره شول، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې د کابینې یو شمېر غړو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن او د کاناډا د سفیر په شمول یو شمېر ډيپلوماټانو په کې حضور درلود، جمهوررئیس غني د ټولو معلولیت لرونکو سرتېرو د قربانیو د قدردانۍ  ترڅنګ وویل: د افغانستان د آزادۍ دښمنان او ترورېستان باید پوه شي چې موږ نشي ماتولای، بلکې موږ به هغوی مات کړو.
جمهوررئیس غني وویل: د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې نړۍ له امنیت او ثبات سره تړلې او موږ د دې ازادۍ او امنیت خوندیتابه څخه د دفاع په خاطر په لومړۍ کرښه کې یوو. هغه زیاته کړه زموږ د ټولو درد یو دی، خو هغه معلولیت لرونکي سرتېري چې په افغانستان کې یې له نړیوالو تروریستانو سره د جګړې په ډګر کې قربانۍ ورکړي، اتلان دي.
جمهوررئیس زیاته کړه، موږ د جګړې لامل نه یوو، بلکې دغه جګړه پر موږ تپل شوې ده. هغه زیاته کړه، زه د کاناډا د حکومت، خلکو، کاناډایي سرتېرو او ټولو نړیوالو همکارانو د زړورتیا، مېړانې، مشارکت  او قربانیو قدرداني کوم او د دوی مشارکت د دې ښکارندویي کوي چې موږ ټول یوځای یوو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې موږ د دغو لوبو له لارې ټپي شویو سرتېرو ته ملاتړ ورکوو، هغوی ټپیان شوي، خو روحیه یې نه ده ټپي شوې، هغوی رهبران او اتلان دي او د دوی ارادې باید ونمانځو.
د هېواد جمهوررئیس د افغان معلولیت لرونکو سرتېرو سرښندنې او مېړانې ته په اشارې وویل، تاسې د افغانستان د خلکو د ژوند بېلګه، دملي ارادې سمبول، د امید او تعهد نمونه، د آزادۍ اتلان  او زما د سترګو تور یاست.
وروسته د نه ماتېدونکو لوبو اجرائیوي رئیس مایکل بورنز له جمهوررئیس غني او ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د کاناډا په ټورنټو ښار کې د یادو لوبو په اړه خبرې وکړې ويې ویل: له ۵۰ ورځو څخه په کمه موده کې به د کاناډا ټورنټو ښار د دریم ځل لپاره د ماتې نه منونکو لوبو کوربه وي. هغه زیاته کړه د سږ کال په دغو لوبو کې به د افغانستان په شمول له ۱۷ هېوادونو څخه ۵۵۰ تنه ګډون وکړي.
د مایکل بورنز په وینا د نن ورځې د مراسمو د جوړېدو موخه «د معلولیت لرونکو ورزشکار سرتېرو لوبې» د مشال بلول دي، څو له دې لارې د هغو زرګونه سرتېرو د قربانۍ او مېړانې قدرداني وشي چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.
مایکل بورنز وویل، موږ د افغان معلولیت لرونکو ورزشکار سرتېرو پرمختګونه څارو او د کاناډا دولت خوشحاله دی چې دوی ته په یادو لوبو کې د ګډون له امله ښه راغلاست وايي. هغه په ټینګار سره وویل چې د افغان معلولیت لرونکو ورزشکار سرتېرو د ټیم درناوی باید وشي.
وروسته په کابل کې د کاناډا سفیر کینیټ نیوفیلډ د جمهورر‎ئیس غني او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن څخه د یادو لوبو د جوړېدو په برخه کې د هغوی له همکارۍ څخه مننه وکړه وې ویل: کاناډا د دې لوبو په کوربه توب ویاړي، ځکه دا یواځې د لوبو مراسم نه دي، بلکې دا په جګړه کې د ټولو معلول سرتېرو د شجاعت او مېړانې ډاګیزه کول دي.
د کاناډا سفیر زیاته کړه: زه په افغانانو ویاړم چې په دې مراسمو کې ګډون کوي، تاسې هر یو د خپلې زړورتیا، مېړانې له امله ګټونکي یاست او د خوښۍ ځای دی چې په دې مراسمو کې له تاسې سره وینم.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکولسن له جمهوررئیس غني، جنرالانو، سفیرانو او غوڅ ملاتړ له استازو او ټولو نړیوالو دوستانو چې د افغانستان د امنیت په تامین کې یې ونډه اخیستې مننه وکړه، وې ویل څو اوونۍ وړاندې مو د دې لوبو یوه ازمایښتي دوره ترسره کړه، څو یو پیاوړی افغان ټیم پکې برخه واخلي.
جنرال نیکولسن د غوڅ ملاتړ سرتېرو مېړانې ته په اشارې وویل، ستاسې مېړانه د ستایلو ده، ځکه چې تاسې د جګړې په ډګر کې ماته ونه منله او په نورو ډګرونو کې به هم مات نه شئ، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه له تاسې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
د مراسمو په پای کې احمدشاه عظیمي د افغان ټیم په استازیتوب د ماتې نه منونکو لوبو مشال له بلولو وروسته د دې لوبو مشال د دغو لوبو سفیر جودي میتیک ته ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته