خبرونهټولنه

په بامیانو کې د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بامیانو د سیغان ولسوالۍ په قره خوال کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړېدو چارو د پیل خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې یاده شبکه د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ رغول کېږي چې په کې د ۸۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۳۰ متر مکعب په حجم د یوې اوسپنيزې کانکریټي زېرمې جوړول، کور په کور د ۹۰ نل لیکو نښلول،  د ۲۴ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۶ زره ۳۳۷ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د یادې شبکې په بشپړېدو سره به د نوموړي کلي ۱۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته