امنیت

په افغا نستان کې د ازبکستان د اسلا مي غورځنګ ديو غړي نيول

کابلباختر د وري ١٨ مـــــــــــــــــــــــــــه

د ازبکستان د اسلا مي غورځنګ دتروريستي ډلې يو غړى نن په بدخشان ولايت کې ونيول شو

دغه سړى چې هويت يې نه دى افشا شوى نن غرمه دافغان او ناټو دځواکونو دګډوعملياتو په بهير کې د کشم ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيول شوى دى

ناټوباختراژانس ته دخبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې دغه سړى طالبانواود ازبکستان د اسلا مي غورځنګ غړو ته په افغا نستان کې جنګى وسايل اوپيسې  تا مينو لې

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، دازبکستان د اسلا مي غورځنګ د ترورستي ډلې دغه غړى په بدخشان ،کندز او تخار ولايتو نو کې ددغې ډلې دبريدونو مسوليت هم په غاړه درلود اوتر اوسه پورې يې په افغان اوناتو ځواکونو په لسګونو تروريستي بريدو نه تر سره کړي دي

په خبرپاڼه کې ددغوعملياتوپه بهير کې د نښتې له امه دواړولورواوملکي وګړو ته د تلفا تو په باب څه نه دي ويل شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته