کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر
د بامیانو امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د شیبرولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او وسوځول شوه.
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر محمد خواني رسا د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ په غجورک شنبل سیمه کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او وسوځوله.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پېښې په تړاو ۲ تنه نیول شوي چې له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه یامه، یو سراچه ډوله موټر او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.