خبرونهټولنه

په بادغیس کې د ۱۷ کلیو اوسېدونکو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس په قادس ولسوالۍ کې د ۱۷ کلیو پر اوسېدونکو د نغدي مرستو د وېشلو خبر ورکړ.

د بادغیس د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مولوي بازمحمد سروري باخترآژانس ته وویل چې د آی. آر. سي. موسسې د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږي د قادس په ۱۷ کلیو کې  پر څه ناڅه ۹۰۰ کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.

هغه وویل چې پرهرې کورنۍ ۲۶ زره افغانۍ ووېشل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې یادې موسسې پر۲۲۲ زیانمنو شویو کورنیو نغدې پیسې وېشلې وې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته