خبرونهاقتصاد

په افغانستان کې د نړيوال بانک رييسه:  د افغانستان د پياوړتيا او بيا رغاونې په خاطر به زموږ ملاتړ دوام وکړي

 کابل / د چنګاښ ١٤مه / باختر

د ماليې وزارت سرپرست محمدخالد پاينده  پرون مازيګر په افغانستان کې د نړيوال بانک له رييسې ميرمن  ملنداګوود سره د خپل کار په دفترکې وکتل.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د ماليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې پرمتقابلواو           دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او دغه راز د افغانستان د پرمختيايي لومړيتوبونو د افغانستان د بيا رغاونې صندوق د ملاتړيزو مرستو د جلبولو او ښو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې.

وروسته ميرمن ملندا ګوود  ژمنه وکړه چې د افغانستان د پياوړتيا او بيا رغاوني په لاره کې به د نړيوال بانک ملاتړ دوام وکړي او د دغه سازمان  د اقتصادي همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

\ خ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته