خبرونهاقتصادټولنهTOP

پلازمېنه کابل به دوه ورځې وروسته د یوه بل نړیوال نندارتون کوربه وي

کابل، د غوايی ۴ مه، باختر

د افغانستان د نړیوال نندارتون رئيس مولا محمد پیمان باختر اطلاعاتي اژانس سره په خبرو کې وویل چې د را راوانې پنجشنبې په ورځ به دغه مرکز د یوه بل نړیوال نندارتون د پرانیستل کېدو شاهد وي. 

پیمان زیاته کړه، چې د افغان – قزاق تر نوم لاندې په دغه نندارتون کې به د افغانستان او قزاقستان هېوادونو د سوداګرو ترڅنګ د ترکمنستان هېواد سوداګر هم خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي په دې اړه د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د یاد نندارتون په ښه ډول د ترسره کېدو په موخه به هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د نړیوال نندراتون د مرکز رئيس همدارنګه وویل چې په دغه ځای کې له تېرو ملي او نړیوالو نندارتونو څخه ترلاسه شویو تجربو ته په کتو هیله مند دی، چې د افغان- قزاق جوړېدونکی نندارتون به هم له لاسته راوړنو ډک او ښو پایلو سره ترسره شي. 

د نوموړي په باور د دغه ډول ګډو نندارتونو جوړول د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ پر سیاسي اړیکو هم مثبت تاثیر لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې څو میاشتې وړاندې هم د امام ابو حنیفه په نوم یو ستر نړیوال نندارتون په لاره اچول شوی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته