سیاست

د جمهوري رياست لومړي مرستيال له يو شمير مشرانو سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي ٢٨مه

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال او سرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې  وروسته دخپل کار په دفتر کې  دپروان ولايت د سيدخيلو ولسوالۍ  له يو شمير مشرانو او مخورو سره وکتل .

 دجمهوري رياست سرپرست  په دې کتنه کې په هيواد کې  دامنيت او ثبات تامينولو ته اشاره وکړه زياته  يې کړه ستاسو دمشرانو همکاري ده چې نن دپروان ولايت امنيت تامين دى او لازمه ده چې د اوړي په فصل کې له بل هر وخت څخه زيات  دغې موضوع ته پاملرنه وکړۍ  ځکه پروان په اوړي کې له ټول هيواد څخه  زموږ دزرګونو هيوادوالو ميلمستون  وي .

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز دسيد خيلو ولسوالۍ  له مشرانو څخه  وغوښتل چې دولايت او دولت دنورو مرکزونو په همکاري دخلکو او دولت ترمنځ داړيکو په پياوړتيا  لاس پورې کړي او  پرې نږدي  چې دمخالفينو نفوذي  عوامل په دغې ولسوالۍ او دپروان ولايت په نورو سيمو کې په تاوتريخوالي  لاس پورې کړي .

 دغه راز په دې کتنه کې  دسيدخيلو ولسوالۍ يوه مشر د نورو په استازيتوب  دخبرو په ترڅ کې دافغانستان داسلامي دولت له پروګرامونو  څخه ددغې سيمې  خلکو ملاتړ  څرګند کړ ويې ويل  موږ په دغې ولسوالۍ کې په بيا جوړونه او دپرمختيايي   پروګرامونو دعملي کولو په چارو کې ددولت دزياتې پاملرنې غوښتنه کوو .

 دجمهوري رياست سرپرست دپوهنې ، روغتيا او دکليو د پرمختيا  په برخو کې  دپروان ولايت دسيدخيلو ولسوالۍ دمشرانو دغه ستونزې  پرځاى وبللې او لارښوونه يې وکړه چې اړوند مراجع دې ډير ژر دهغوى دستونزو دحل په باب اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته