خبرونهټولنه

پروان کې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

 کابل، د سلواغې ۲۲ مه، باختر

د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په  دغه ولایت کې د یوې ژورې څاه د کیندنې چارې پيل شوې دي

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژآنس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په حاجي ګوهرخان سیمه کې کې د ټولنیز معیشت پروګرام له لوري د ۶۱۷ زره ۹۰۰ افغانیو په لګښت د ۱۲۰ متره په ژور والي د یوې څاه د کیندلو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ژورو څاه ګانو په کیندلو سره سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته