فراه / د تلې ٢مه / باختر:
د پوځيانوعمليات د فراه په اناردري ولسوالۍ کې د يو شمېرکليو د پاکولو په مقصد دوام لري .
د فراه دپوليسو وياند محب الله محب باخترآژانس ته وويل ؛ د پوځيانو په عملياتو کې د دغې ولسوالۍ تعميربالا ، تعميرپائين او څو نور کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه وويل ؛ په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان ونيول شول او يوشمېرجنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه :دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تربشپړ پاکولو پورې دوام لري . پاى ذ