کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېرماښام د غاښونو يو ډاکټر اميد حبيبي په فراه کې وواژه.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند باختر آژانس ته وويل: ډاکټر اميد حبيبي کله چې له خپل کټنځي څڅه د کور په لور روان و، د ناپېژاندو وسله والوکسانو په ډزو سره ووژل شو.
خبرځاى وويل چې دپيښې عاملين په تيښتې بريالي شول.
ختم-ج-ا