خبرونهاقتصادTOP

هېواد ته د څه باندې ۲۱ ټنه اوبلن ګاز د واردېدو مخنیوی وشو

کابل، د وري ۱۱مه، باختر 

د سټنډرډ ملي ادارې هېواد ته د څه باندې ۲۱ ټنه بې کیفیته اوبلن ګاز د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی. 

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حیرتان بندر له لارې يې د ۲۱ ټنه او ۲۰۰ کیلو ګرامه مجموعي وزن په درلودلو سره یو ټانکره بې کیفیته اوبلن ګاز، چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته اړوند هېواد ته مسترد کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته نفتي توکو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. 

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته