خبرونهټولنهروغتیا

هرات کې په نشه يي توکو د ۶۱ روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د کب ۲۶مه، باختر

په هرات کې  په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له ۴ زره بستریز روغتون کې د ۶۱ روږدو کسانو درملنه وشوه.

د روږدو کسانو د درملنې د څلور زره بستريز روغتون مسوول مولوي نظام الدين شامي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په هرات کې د روږدو کسانو درملنه به تر هغه دوام وکړي چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو پديده صفر ته ورسيږي.

په ورته وخت کې یو شمېر روغ شوي ناروغان هم له اسلامي امارت څخه مننه کوي او ژمنه کوي چې بیا به دغه ناوړه عمل ته نه مخه کوي.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مسوولینو په وینا، اوسمهال یوازې د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې ۴۵۰۰ روږدي کسان تداوي کېږي او د دوی میاشتنی لګښت چې شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ دی چې د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته