خبرونهټولنهروغتیا

هرات کې د ماشومانو د درملنې ځانګړی روغتون جوړېږي

کابل، د غوایی ۲ مه، باختر

هرات کې د بې پولې ډاکترانو د بنسټ مسوولینو په یاد ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره د ځانکړي روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د بې پولې ډاکترانو د دفتر رییس بنجامین د هرات له والي سره په کتنه کې ویلي چې د یاد روغتون د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي همدارنګه د خپلو فعالیتونو په پراختیا ټینګار وکړ او د هرات لپاره یې د یاد دفتر د راتلوونکي پلان په اړه معلومات ورکړل. 

په ورته وخت کې د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام جار په دې کتنه کې د هرات لپاره د یاد بنسټ د بشردوستانه مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې د هراړخیزو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته