ټولنه

په هرات کې له درېيو پروژو څخه ګټه اخيستنه

 کابل/ دتلې ٤مه / باختر
په هرات کې درې وګړني پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژوکې د درېيو انتظارخونو جوړول شامل دي چې په ٣٥٠ مربع متره ځمکه کې جوړې شوې دي.
هره يوه دغه انتظارخونه په يو وخت کې په دوو ښځينه او نارينه برخه کې د٢٥٠ تنو ظرفيت لري.
دغه انتظارخونې چې د رواني روغتيا په روغتون، په غوريانو روغتون او ماشومانو روغتون کې دي؛ د جوړولو کار يې د ٢١ ميليونو ٣٥٠ زرو ٧٥٠ افغانيو ټول لګښت په شپږو کاري مياشتوکې د عملياتي ادارې د بنايي، ساختماني تصدۍ بشپړ کړى دى.
د هرات ولايت مالي او اداري مرستيال ډاکترغلام داوود هاشمي د دغو تاسيساتو د جوړولو لپاره دعملياتي ادارې د ټيم د قدردانۍ په ترڅ کې د نورو طرحو د اجرا کولو بهير د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز په هرات کې د جمهوري رياست دملي پرمختيا د عملياتي او ملاتړيزې ادارې له لوري د يوه جومات،  يو جمنازيوم او د يوه ټولنيز سالون د جوړولو او د هرات د تاريخي ګودامونو د ترميم کار په عملي توګه دوام لري.
همدا اوس په کار کې د کيفيت، په عملي کې د چټکتيا، د کار د زمينې د برابرولو او له کورنيو سرچينو څخه د ګټې اخيستنې په ګډون د هېواد په ګوټ ګوټ کې د موخو ترعنوان لاندې د عملياتې ادارې  سلګونه پروژې د تطبيق په حال کې دي.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته