خبرونهاقتصادټولنه

نیلي کې درې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر

د دایکنډي په مرکز نیلي کې د ۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې ټولګټې پروژې چې د سړکونو، کوڅو، لښتي او د پلچکونو رغول په کې شامل وو، ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د نیلي د ښاروالۍ ادارې مسولین وایي، چې د دغو پروژو لګښت د دغې ادارې له لوري ورکول شوی او په پلان کې ده، چې دغه ښار کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

د دایکنډي مرستیال والي مولوي احسان الله رحمتیار چې د دغو پروژو د افتتاح په مراسمو کې یې ګدون کړی وو، ډاډ ورکړی چې دغه ولایت کې به ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

د نیلي ښاریان هم د دغو پروژو له پلې کېدو څخه خوښ دي او د ورته نورو پروژو تطبیق هم غواړي.

د یو بل خبر له مخې؛ دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د مسافربري ترمینال هم په کار پیل کړی، چې مسافرو ته به په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته