خبرونهټولنهروغتیا

نوی ژوند؛ کندز کې تر زرو ډېر روږدي راټول او درملنه یې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

کندز کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ روږدي راټول او تر درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملاعبدالعزیز خیبر وایي، د روږدو د راټولونې او درملنې لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کوي تر رغېدو وروسته ورته د کار زمینه برابره کړي.

ورته وخت کې دغلته سیمه ییز روغتیايي چارواکي وایي، اړوند روغتیایي کمپ کې د روږدو د درملنې لپاره کافي امکانات لري او په ښه توګه یې د درملنې چارې پر مخ وړي.

د عامې روغتیا ریاست د روږدو  درملنې ۸۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر تازه خان ډاډ ورکوي، چې دغه مرکز کې د زر تنو نورو روږدو د درملنې امکانات ورسره شته او دغه لړۍ په بریالۍ توګه پر مخ روانه ده.

کندزیان د اسلامي امارت د دغه ګام هرکلی کوي، وایي د روږدو کسانو تر ټولولو او درملنې وروسته په دغه ولایت کې جنایي پېښې د پام وړ کمې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري په ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر کر، کاروبار او تولید بندیز لګول شوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته