کابل / د غبرګولي٢١مه / باختر
ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن ماخوستن د عمان پر وړاندې سیالۍ وکړي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د ماخوستن په ۹ بجو او ٤٠ دقیقو پيلېږي.
د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف رسنيو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالې نیولي: ” له هره اړخه که فکر وکړو د عمان درجه له موږڅخه لوړه ده، خو موږ پخوا هم په ډاګه کړې چې له هېڅ ټیمه وېره نه لرو. موږ د یوې ښې پایلې د ترلاسه کولو په هدف له عمان سره سیالۍ ته ځو او ښه تمرینونه مو هم کړي دي.”
دا لوبې نړیوال او آسیایي جام ته د لار موندنې په هدف په قطر کې ترسره کېږي.
په دې ترڅ کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه له بنګله دیش سره وه چې یو- یو مساوي شوه.
د اسیا د فوټبال په ۵۶ ټیمونو کې افغانستان ٤١ او عمان ٢٩ ځای لري.
پاى \ ذ