خبرونهاقتصادفرهنګ

ننګرهار ته ۷ روسي سیلانيانو سفر کړی

کابل، د وري ۲مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمریت مسوولینو دغه ولایت ته د ۷ روسي سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د ګرځندوی آمریت مسوولینو باختر اژانس ته وویل ۷ تنه روسي سیلانيانو نن ننګرهار ته سفر کړی او د دغه ولایت له یو شمېر سیاحتي او تفریحي سیمو او تاریخي ابدو څخه یې لیدنه کړې ده.
ورته مهال راغلو سیلانیانو هېواد کې د شته امنیت په شتون خوښي وښوده او ویې ویل چې افغانستان د سیاحت لپاره غوره ځای دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته