ټولنه

په پکتيا کې د يوه کور د نړيدو له امله څلورتنه ووژل شول

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې نن د استوګنې د يو کور د نړيدو له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول .
په دې پيښه کې د دغې کورنۍ ديارلس تنه نور غړي ټپيان شوي دي.
دپکيتا ولايت له پيښوسره دمبارزې دتيارى دادارې مسوول سيد علي شاه موسوي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د استوګنې دغه کور د پکتيا ولايت د ځدران ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پرله پسې اورښتونو له امله ونړيد چې په پايله کې  يې د يوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول او د ماشومانو او ښځو په ګډون ديارلس تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي ددغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ولايت د مقام له خوا هغوى ته بيړنۍ مرستې برابرې شوې دي.
وروستيو اورښتونو دپکتيا ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې د استوګنې څو نورکورونه هم په قسمي ډول ويجاړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته