کابل, د مرغومې ۲۱ مه, باختر
د میدان وردګو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر ۲۲۰۰ مالدارانو د حیواني خوراکي توکو د مرستې خبر ورکړی دی.
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار, بهسودو، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ پر ۲۲۰۰ مالدارانو حیواني خوراکه وېشل شوې ده.
د یادونې وړ ده پر هر اړمن مالدار ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه وېشل شوې ده.