ټولنه

د بلخ ولايت فرهنګي شخصيت او قومي مخور حاجي امير محمد توخي وفات شو

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د بلخ ولايت يو ملي، فرهنګي او سياسي شخصيت حاجي امير محمد خان توخي نن وفات شو.
د هيواد د يوه نوميالي فرهنګي شخصيت فرقه مشر عطامحمدخان توخي زوى الحج امير محمد خان توخي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ نن د ٨٦ کلنى په عمر وفات شو.
دى په ١٣٠٨ هجري لمريز کال کې د مزارشريف ښار په دربارګذرکې وزيږيد او د زده کړو په مقصد د کابل په تخنيکي ليسه کې شامل شو او وروسته يې په پخواني چکوسلواکياکې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
ارواښاد د کابل ښاروال او دمزاشريف ښاروال او د سپين ږيرو شورا د رييس او د بلخ ولايت د استازو د شورا د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي، ده فرهنګي کارونه هم کول او يو لړ تاليف شوي آثار ورڅخه پاتي دي.
د ارواښاد د جنازې د ليږدونې په مراسموکې چې نن د مزارشريف ښار د روضې په جامع جومات کې پرځاى شول؛ د مزارشريف ګڼ شمېر ښاريانو برخه اخستې وه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د پيغام په ليږلو سره چې په پارلماني چاروکې د دولت وزارت د معين ډاکتر محمدکريم له خوا ولوستل شو؛ د الحاج اميرمحمد توخي مړينه يوه ضايعه بللې ده.
دغه راز له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين او د بلخ د والي عطا محمد نور د ډاډګيرنې پيغامونه دبلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس صالح محمد خليق له خوا ولوستل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته