کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر
د میدان وردګو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د سړې خونې د بیا رغولو چارې پیل شوې دي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې لار ښوونې له مخې د میدان وردګ په مرکز میدان ښار کې د مېوې د ساتلو لپاره د سړې خونې د بیا رغولو چارې د کرنې ریاست له خوا پیل شوې دي.
دغه پروژه چې ۵۰ سلنه چارې یې د ترکیې هېواد له لوري پرمخ وړل شوې دي، پاتې هغه یې د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي چې د ۵ سوه مټریک ټنه میوې د ساتلو ظرفیت لري.
د یادونې وړده، چې په سید آباد ولسوالۍ کې هم ورته سړه خونه جوړه شوې، چې د ۱۰۰۰ ټنه میوې د ساتلو ظرفیت لري.