امنیت

په نورستان کې ديوولسو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

 دپارون ښارباختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه  :
يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې  له پوځيانو سره جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والوطالبانو نن سهاردډيورندکرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې دډيورند له کرښې څخه په اوښتو سره دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريدوکړي.
دهېواد په ختيځ کې دملي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر خبري آژانس ته وويل چې په  دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
ده وويل  دغو وسله والو طالبانو دډيورند له کرښې څخه په اوښتو سره غوښتل دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې  دافغانستان دسرحدي پوليسو دځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي  چې دوى په خپله د دغو  پوځيانو په         ډزو کې ووژل شول
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو اودسيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار اته ماينونه  دنورستان ولايت له ګڼ  ميشتولارو  اوددغه ختيځ  ولايت مرکز  پارون ښار ته  څيرمه کشف اوشنډکړي دي.
امنيتي مقامات  ددغو ناکامو ماين ايښودلو مسوول وسله وال طالبان وبلل  او ويي ويل چې ددغوماينونو دښخولو دعاملينو دپيژندلواونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته