خبرونهسیاستTOP

مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر د امیر نائب سره وکتل

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د امیر نائب الشیخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره وکتل.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه کتنه کې همداراز د قطر دفاع وزیر، رئیس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.
په کتنه کې د دواړو لوریو د هېوادونو ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تېره ورځ د «دیمدیکس دفاعي نندارتون» کې د ګډون په موخه قطر ته سفر کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته