کابل/ د کب ٢مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى معين مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ د دغه وزارت د ګرځندوى رياست او متشبثينو ترمنځ د لاسي صنايعو د ودې او پراختيا په مقصد د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اړوندو بنسټونو د مسوولينو او استازو، متشبثو او صنعتکارو ښځو په ګډون جوړه شوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوى معين وويل: افغانستان بډاى او اصيل فرهنګ لري اوبايد د هېواد لاسي صنايعو او فرهنګ ته يوازې له مادي پلوه ارزښت ور، نه کړو بلکې له معنوي پلوه بايد د هغو ارزښتونو ته پاملرنه وکړو.
هغه زياته کړه چې د بل هر وخت په نسبت اوس د توريزم صنعت، لاسي صنايعو او په ټوليزه توګه د فرهنګ د ودې لپاره په هېواد کې مناسب شرايط برابر شوي دي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين څرګنده کړه، د لاسي صنايعو په ودې او پراختيا سره له يوې خوا کولاى شو د افغانستان هويت او اصيل فرهنګ په هېواد او بهر کې نندارې ته وړاندې کړو او له بله پلوه د هېواد د اقتصادي ودې په لاره کې مثبت رول ولرو.
هغه دغه راز وويل چې د متشبثينو په تېره بيا د صنعتکارو او متشبثو ښځو غوښتنو او پيشنهادونو ته به له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ رسيدګي وشي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رييس حافظ نعمت الله منتظر په خپلو خبرو کې وويل؛ د ګرځندوى رياست د صنعتکارو ښځو د لاسي صنايعو د نندارتونونو جوړولو او د هغوى د ستونزو لرې کولو په خاطر هلې ځلې کوي.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مومند وويل چې په افغانستان کې د صنعت پراختيا په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ سبب کېږي .
هغه زياته کړه سوداګرو ته د امن فضا برابرول مهم کار دى او ټينګار يې وکړ چې سوداګرو ښځو او نارينه وو ته د اقتصادي ودې او د کار د مناسبې فضا برابرولو لپاره هلې ځلي کوي.
دغه رازپه دې غونډه کې د صنايعو او کانونو خونې رييس رحيم الله سمندر، د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار عتيق الله مسلم او د کانونو او پتروليم وزارت وياند مفتي عصمت الله برهان په وارسره خبرې وکړې.
هغوى د صنايعو ، سوداګرۍ ، کرنې او مالدارۍ او دغه راز د کانونو ايستلو رول د هېواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې مهم وباله اوپه دې برخه کې یې د اسلامي امارت له مسوولينو د زياتې پاملرنې غوِښتنه وکړه.
په همدې ترتيب د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې سرپرستې رويا حفيظي او يوې صنعتکارې ښځې وحيدې شيرزاد د صنعتکارو ښځو د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
هغوى څرګنده کړه چې اوس ښځې کولاى شي د اسلامي شرايطو په چوکاټ کې خپل کار او فعاليت په تېره بيا د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کار او فعاليت وکړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه ولري.
دغه راز هغوى د سوداګرو او صنعتکارو ښځو د فعاليتونو د ودې په خاطر خپلې غوښتنې، پيشنادونه او ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
\ ج