سیاستخبرونهTOPورزش

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت په ټولو امکاناتو سره د هېواد د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ کوي

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د افغانستان المپيک ملي کمېټې، نن «په چین کې له نولسم پړاو آسیايي سیالیو څخه» پنځه افغان مډال راوړونکي، د موټرو په ورکولو سره وستایل.
د ووشو په برخه کې محمد خالد هوتک او نصرت الله حبیبي، د تکواندو په برخه کې محمد محسن رضايي او علي اکبر امیري او همدا رنګه د کورش په برخه کې سلطان حسین بایقرا، هغه ورزشکاران دي چې له یادو سیالیو افغانستان ته د برنزو او سپینو زرو پنځه مډالونونه ګټلي دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: “هغو ورزشکارانو او اتلانو چې افغانستان ته وړیاړونه او مډالونه ګټلي دي؛ دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی او زه دا ستره بریا د هېواد ورزشکارانو او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وایم”.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ورزش ادارې د لا ودې او پیاوړتیا لپاره، په ټولو امکاناتو سره د هېواد د ورزشکارانو ملاتړ کوي او ورته هر ډول آسانتیاوې برابروي.
دغه راز د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د موضوع اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې دا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغان ورزشکاران له نړیوالو المپیکي سیالیو څخه پنځه مهم مډالونه ګټي.
مولوي وثیق زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره، د ورزش په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شوي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم شته.
د وثیق په وینا، اوسمهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ورزش څانګې فعالې دي او په هېواد کې شاوخوا یو میلیونه ۳۰۰ زره ثبت شوي ورزشکاران شتون لري چې د بدني روزنې او ورزش اداره د هغوی لپاره د آسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، دعوتي او اصلاحي پروګرامونه ترلاس لاندې هم لري.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د آسیايي المپیک سیالۍ، د چین په کوربه توب د سپټمبر په ۲۳مه د یاد هېواد په «هانګروژی» ښار کې پای ته ورسېدې چې په کې د آسيا له ۴۵ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۲ زره ورزشکارانو ګډون ګډون کړی و.
په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د ۱۵بېلابېلو رشتو، ۹۳ ورزشکارانو ګډون کړی و چې وتوانېدل د برنزو څلور مډالونه او سپينو زرو یو مډال افغانستان ته وګټي.
تر دې وړاندې افغانستان یوازې ۱۱ مډالونه درلودل؛ خو د دغو پنځو مډالونو په ګټلو سره، اوسمهال د افغانستان د مډالونو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته