سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي

کابل، د مرغومي ۱۵مه، باختر
‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د کندز له يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د کندز ولايت د جهادي مدرسې مهتمم مولوي سيد محي الدين سعادت د نورو په استازیتوب خبرې کړې او په دغه ولايت کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت، ښوونې او روزنې او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې معلومات ورکړي دي.
هغه زياته کړې چې د کندز سيمه ييز مسئولين د امنیت تامین هڅه کوي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره په ښه ډول خپلو چارو ته دوام ورکوي.
‏مولوي سعادت د اسلامي امارت له رهبري څخه غوښتي دي چې ټولو برخو په ځانګړي توګه ښوونې او روزنې او همدا رنګه د ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې د مدرسو، د تعليم او تربيې مراکزو او دارالايتامونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال هم په خپلو خبرو کې، د اشغال پر وړاندې د کندز ولايت د علماوو او مجاهدينو د زيار او قربانيو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې ‏اسلامي امارت د سراسري امنيت تامين او خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
هغه يادو علماوو او مجاهدينو ته ډاډ ورکړی چې وړانديزونو ته به يې د امکاناتو په حدودو کې رسيدګي وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته