پيويانګ بي بي سي باختردليندۍ دمياشتې٨ نيټه :
د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس د شمالي کوريا د وچه ويشتوونکي بالستيکي توغندي د توغولو په غبرګون کې وايي چې دغه اقدام د نړۍ پرخلاف ګواښ دى.
د امريکا د دفاع وزارت وايي چې دغه توغندي وچه ويشتوونکى و او د زرو کيلومترو واټن له وهلو وروسته د چاپان دسمندرګي په جنوب کې ولګيد.
د امريکا پوځي مقامات وايي چې دا يو پرمختللى توغندى دى.
دوه په صادقانه ډول وايي چې دغه توغندى له تيرو توغنديو څخه زيات لوړ شوى و او زياته يې کړه چې شمالي کوريا د داسې بالستيکي توغنديو د جوړولو په حال کې ده چې ټوله نړۍ ګواښوي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ