خبرونهسیاستفرهنګTOP

مولوي حيات الله مهاجر فراهي په هرات کې له یوشمېر ریاستونو څخه کتنه وکړه

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، په یاد ولایت کې د چارو د ښه ترسره کولو، ستونزو اورېدلو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ په موخه له یوشمېر ریاستونو څخه کتنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، د دولتي ادارو د څارنې او کتنې په موخه تر دې دمه د اقتصادي، حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، صنعت او سوداګرۍ، پوهنتون، د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون او معارف له رياستونو څخه لېدنه کړې ده او په دې ټولو برخو کې یې د ورځنیو چارو پر چټکتیا او له مراجعینو سره په ښه چلند ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې اړوندو ادارو د دغې کتنې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دغه کتنه د دوی ستونزو د اورېدلو او رسیدګۍ سبب ګرځي.

همدارنګه په دې ټولو کتنو کې د مراجعینو د وخت پر نه ضایع کولو او صادقانه خدمت کولو ټینګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته