کابل ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د عامې روغتیا وزارت معین نن په قندهار کې د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکه کې له پانګه والو او سوداګرو سره په کتنه کې هغوی په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول.
د اسلامي امارت لومړي مرستیال ملا بر ادر اخند او د عامې روغتيا وزارت معین په قندهار کې د درملو د دومره لويې او معیاري فابریکې موجودیت د ټولو هېوادوالو لپاره د وياړ ځای یاد کړ او زياته یې کړه، چې د “سنوفارما” د درملو توليدي فابریکه به تر ډېر ځایه د دې سیمې لپاره د درملو ستونزه حل کړي او هم به یې درمل تر نورو هېوادوالو پورې ورسېږي.
په همدې حال کې یو شمېر پانګه والو له لومړي مرستیال ملا بر ادر اخند سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځينې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
لومړي مرستیال ملا برادر اخند پانګه والو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، چې اسلامي امارت به له سوداګرو هيڅ امکانات درېغ نه کړي او ټول سوداګر یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول.