خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهر زهير: د ميناتورۍ هنر ټاټوبی، افغانستان دى

٥١- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په فرانسه کې د افغانستان له سفيرهمايون عزيزي سره په ټيلفوني خبروکې د ايران، ترکيې، آذربايجان او ازبکستان له خوا د ميناتورۍ هنر د ثبت په اړه چې په دې وروستيو وختو کې د ناملموس فرهنګي ميراث د بين الدول کميټې د ١٥ مې غونډې ترڅنګ ترسره شوى دى، خبرې وکړې.
په دغو ټيلفوني خبرو کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د دغه وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق حاضرو د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان د محوريت پراصل د سيمې هېوادونو ترمنځ د ګډ فرهنګي ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر پرثبت ټينګاروکړ.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پخوا د خبري غونډو په ترڅ کې د افغانستان په نامه د ميناتورۍ هنر له ثبت څخه چې د دغه هنر اصلي ټاټوبۍ او د پيدايښت ځاى دى يونسکو ته خبر ورکړى دى او د سيمې د هېوادونو د علاقمندۍ په صورت کې په ګډه توګه هم د هغه ثبتول امکان لري .
دغه وزارت د رسمي مکتوبونو په ترڅ کې په نړيوالو ميراثونو کې د ميناتورۍ هنر د ثبتولو په اړه يونسکو سازمان ته خبر ورکړی دی او د يونسکو محترمه اداره د ګډ ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر د ثبتولو په اړه د مکتوبونو د ترلاسه کولو په اړه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ډاډ ورکړى دى .
د يونسکو سازمان دغه راز د٢٠٢٠ ميلادي کال د جولاى په ٣٠ مه د ايميل په ترڅ کې د٢٠٢١ کال د مارچ تر مياشتې پورې د ميناتورۍ هنر د ثبت په لاره کې ددوسيې د بشپړولو ډاډ ورکړى دى چې غړي هېوادونه کولاى شي د دغه ميراث د مالکيت له ادعا کوونکو هېوادونو سره له تفاهم وروسته سندونه بشپړ کړي او دغه سازمان ته يې ولېږي .
په همدې اساس د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نړۍ د ميراثونو په لست کې د ميناتورۍ هنر د ثبتولو لپاره اړوند سندونه چمتو کړي چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به د بهرنيو چارو وزارت له لارې به يونسکو سازمان ته ولېږل شي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د يونسکو له سازمان څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د محوريت پراصل او د اړوندو هېوادونو او د افغانستان د ګډ فرهنګي ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر د ثبتولو لپاره اقدام وکړي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته