سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له سياسي انزوا څخه د افغانستان  په وتلو سره به  دسيمه ييزو همکاريو بستر تود شي

کابل، د زمري٣مه، باختر

زموږ خلک د  ګاونډيو هېوادونو له هر رغنده اقدام او نوښت څخه  چې وکولاى شي چې دغه هېوادونه د افغانستان په اړه يوې رښتيني اجماع ته ورسوي، هرکلى کوي.

د باختر اژانس مبصرليکي: ازبکستان د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه شنبه په ورځو کې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې کوربه وي چې په هغه کې د نړۍ د٢٠ هېوادونو استازي پکې ګډون کوي.

اسلامي امارت هم د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په مشري يو پلاوى دغې غونډې ته استولى، د کوربه هېواد منابعو ويلي دي د دغې غونډې د جوړولو هدف په افغانستان کې  له جګړې وروسته د ثبات، امنيت او بيارغوني لپاره د نړيوالې ټولنې د همغږۍ او لارښود رامنځته کول دي او دغه راز د څو اړخيزو او څو ميلتي ګټو په لاره کې د سيمه ييزو همکاريو له بهيرسره د دغه هېواد يو ځاى کول دي.

دا ښيي چې افغانستان دغه راز د نړيوالې ټولنې په تيره بيا دګاونډيو او د سيمې هيوادونو د پاملرنې په مرکز کې ځاى  لري، ګاونډي هېوادونه په جدي توګه هڅې کوي چې افغانستان له سياسي انزوا څخه وژغوري چې د سيمه ييزوهمکاريو بستر تود شي.

د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ نوى سياسي تفکر حکم کوي چې هر هېواد په افغانستان کې د ثبات د رامنځته کولو په لټه کې دی ځکه دغه پوهه او درک يقيني کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران دوام او يا هم سياسي بحران ته د دغه  هېواد راکښل يا هم امنيتي تشه د سيمه ييزو همکاريو او د تجارتي او اقتصادي اړيکو د ودې مفکورې لاره تړي، له همدې امله ګاونډي هېوادونه هلې ځلې کوي چې افغانستان له سياسي او اقتصادي بي ثباتۍ په خطر ښکيل نه شي.

د اسلامي امارت په نظرد نړيوالې ټولنې او اسلامي  امارت ترمنځ رغنده تعامل کولاى شي د همکارۍ روحيه پياوړې کړي په داسې حال کې چې نن  يوشمير ټاکلي هېوادونه  چې په سيمه کې مشخص پلاني هدفونه لري هلې ځلې کوي چې د افغانستان په بي ثباته کولو سره خپل مغرضانه هدفونه تعقيب کړي، په داسې حال کې چې د دې غونډې برخه وال کولاى شي د هغو چلنجونو په اړه چې د افغانستان خلکو پرمخ پراته دي خبرې وکړي او د هغه د مخنيوي لپاره  له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

ستونزه په دې کې ده سره له دې چې  د اسلامي امارت  او بهرنيو هېوادونو په تيره بيا د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تعامل مفکوره شتون لري خو زياتره هېوادونه له اسلامي امارت سره د مستقيم تعامل له لارې له ټاکنې څخه تښتي ځکه امريکا نه غواړي چې نړيواله ټولنه له اسلامي امارت سره تعامل پيل کړي او هغه هېوادونه چې د تعامل مفکوره لري د بنديزونو عملي کولو له ګواښ سره مخ شوي دي او دا په داسې  حال کې ده نړيواله ټولنه که چېري په اسلامي امارت په پته کومې مشخصې خبرې او انتقادونه لري کولاى شي د هر اړخيزو خبرو له لارې حل شي.

نړيوالې ټولنې ته  چې د افغانستان له پلوه مشخصه ويره او انديښنه لري لازمه ده چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مستقيمي خبرې پيل کړي او د دې پرځاى کې افغانستان ته د نورو له عينکو وګوري په خپله له ديپلوماتيکي اړيکو له لارې  له اسلامي امارت سره خبري پيل کړي، دې کار ته لازمه ده چې دغه هيوادونه په لومړي ګام کې  په خپلو کې اجماع جوړه کړي ، د افغانستان پر وړاندې څرګند، فعال او مثبت نظرغوره کړي، نن دزياتو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع شتون نه لري آن دغه هېوادونه د افغانستان په نظرد سياسي نظر لري او په دغه هېواد کې ستونزې زياتي ښيي په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې ستونزې يوازې د اقتصادي ستونزو په شتون کې تعريف کېږي.

د سياسي کارپوهانو په نظر دغه شان غونډې او کتنې د افغانستان د مسلو پر محور د سيمه ييزوهمکاريو د اغيزمنو شبکو د جوړولو په لاره کې لومړنى او ډېر مهم ګام دى  او له شک پرته د سياسي او د يپلوماتيکو کتنو تکرار کولاى شي په راتلوونکي کې  د افغانستان د مسلو حل په لاره کې د مثبتو او هيله بخښونکو پايلو سبب شي.

هېره دې نه وي چې د سيمې او له سيمې بهر هېوادونو ترمنځ د اجماع جوړېدل او د سيمه ييزې همکارۍ او فعاله ديپلوماسي کولاى شي په  افغانستان او سيمه کې د ثبات د ساتني لپاره يو تضمين وي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته