خبرونهټولنه

لغمان کې د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه تفريحي پارک د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ۳ميليونه افغانيو په لګښت د يوه تفريحي پارک د جوړيدو چارې پيل شوې.
د ياد ولايت والي قاري زين العالبدين عابد باختر آژانس ته وويل چې دغه پارک د مهترلام بابا زیارت په انګړ کې د ارشاد حج اوقافو ریاست په مالي لګښت جوړېږي او د شپږو میاشتو په موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل چې د داسې پارکونو په جوړېدو سره سیلانیانو ته د تفریح او دمې ښې اسانتياوې پیدا کېږي، او سیلانیان به دغه ولایت ته مخه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې لغمان د دې ترڅنګ نورې ګڼې تاریخي او تفریحي سیمې هم لري، چې د هېواد له مختلفو سیمو ورته سیلانیان راځي، له پارکونو او منظرو یې خوندونه اخلي.
هېره دې نه وي، چې ياد زیارت ته راغلو سیلانیانو بیا دا د ولایتي ادارې له لوري یو ښه اقدام وباله او د نورو ورته پروژو د تطبيق غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته