ټولنه

د غره ښويدنې له امله څلور دوکانونه ويجاړ شول

کابل باختر دکب شپږمه :
په پنجشير ولايت کې له يوه غره څخه د ډبرو د ټوټو د رغړيدو له امله پرون يو شمېر  پلورنځي ويجاړ شول .
دپنجشير ولايت د درې د ولسوال سهراب دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې له امله د درې ولسوالۍ په چل باوي سيمه کې دخوراکي توکو څلور پلورنځي په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
دپنجشير ولايت د درې ولسوال باخترآژانس ته وويل چې دغره د ډبرو د ټوټو د رغړيدو له امله  د دوکانونو په ويجاړيدو او دوکانونو خاوندانو ته هم ډيرمالي زيانونه اوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته