– کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د الفاروق قول اردو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونو پوځيانو ته د مخابرې د زده کړې ورکشاپ جوړ شو.
په دې ورکشاب کې له بېلا بېلو پوځي قطعاتو څخه ۱۲۰ تنو پوځيانو ګډون کړی دی.
د الفاروق قول اردو قوماندان مولوي محمد ظریف مظفر باخترآژانس ته وویل چې په دې ورکشاب کې برخه وال د دوو میاشتو لپاره د مخابرې د استفادې لارې چارې زده کوي.
ع