اقتصاد

ديرش مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر دکب د مياشتي  ٧ :
مرکزي بانک ديرش  مليونه ډالره دليلام په  ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چي باخترآژانس ته ليږل شوې  ده ويل شوي   دي  دافغانستان  بانک دروان کال دکب  دمياشتې په   ١٠نيټه دشنبې په  ورځ
ديرش مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يوميلون پنځه سوه زره افغانۍيې دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي اودليلام ګټونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبۍ فورمې دليلام دورځو دسهارپه نهوبجودبازاردعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجودې بيرته وسپاري. هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکي دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړبلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجازنه دي، دليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته