خبرونهفرهنګ

قندهار د فرهنګي اوونۍ کوربه دى

٣٠- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
په قندهار کې فرهنګي اوونۍ نن پيل شوه .
په دې اوونۍ کې ټاکل شوې ده د شعر او داستان د کره کتنې ، تمثيلي پارچې د کتاب او د تاريخي اثارو د نندارتون د جوړولو تر څنګ د پټې خزانې د تاليف ٣٠٠ کاليزه هم ونمانځل شي.
تاکل شوې ده په دې اوونۍ کې قندهار د لسګونو شاعرانو، ليکوالانو، فرهنګيانو، لرغون پوهانو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړو کوربه وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري قندهار ته په خپل سفر کې وويل چې د فرهنګ وده، د تاريخي څلو د حالت څېړنه او د پټې خزانې د اثر د تاليف د کاليزې نمانځنه په قندهار کې د فرهنګي اوونۍ د جوړولو هدف دى.
هغه چې په قندهار کې د نارنج ماڼۍ کتله، ويې ويل: د تاريخي څلوساتنه او ترميمول او د فرهنګ او هنر وده د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه دى .
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته