ټولنه

د ازادۍ راډیو د نطاق او مطرح ژورنالیست جان آقا الکوزي د مړینې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!

کابل باخترد وږي د مياشتې ٢٥ :
د ازادۍ راډیو د نطاق او مطرح ژورنالیست جان آقا الکوزي د مړینې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!
د آزادۍ راډیو د پېژندل شوى ویاند او تکړه ژورنالیست جان آقا الکوزي د مرګ خبر؛ سخت متاثره کړو.
د هیواد د رسنیو؛ داسې اغېزناک شخصیتونه زموږ د تکیې هیلې جوړوي؛ مرګ یې خواشینوونکی او نه جبرانېدونکی دی.
د رسنیو په کور کې د ارواښاد الکوزي تشه؛ نه ډکېدونکې ده، موږ به د نوموړي د فصاحت، اغېزناک انداز، وطندوستۍ او زیار له خاطرو جوړ شخصیت هېر نه کړو.
د ارواښاد کورنۍ ، دوستانو، همکارانو، د هیواد درنو ژورنالیستانو او ټولو هیوادوالو ته؛  د دغه لوی غم له امله تسلیت غواړم، روح  یې ښاد او جنتونه  یې ځای.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته