سیاستخبرونهTOP

قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات زیاتوي

کابل / د وري ۲۸ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن مازیګر د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان له عمومي رئيس يرلان باډويلټ او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د قزاقستان سفير په افغانستان او غړو هيوادونو کې د ياد سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل، دا چې افغانستان هم د خوړو خونديتوب لپاره د اسلامي همکاريو سازمان غړيتوب لري، نو ټول غړي هيوادونه ژمن دي چې په دې سختو شرايطو کې له افغانستان سره ودرېږي.
نوموړي په افغانستان کې د خوړو بحران ته په اشارې سره زياته کړه، قزاقستان په پام کې لري افغانستان ته د غنمو صادرات بېرته پخوانۍ کچې ته ورسوي او له دې لارې د افغانستان د خوړو خونديتوب سره همکاري وکړي.
د ياد سازمان عمومي رئيس له افغانستان سره د اوبو پاکولو د ۶ ماشينونو د مرستې اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، له کروندګرو سره پر مرستې سربېره د کليو او پراختيا وزارت د نیمګړو پروژو د کارونو بېرته پيلولو لپاره د مرستو راټولولو پلان هم لري.
په همدې حال کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ياد سازمان د هڅو او د قزاقستان له بشري مرستو څخه په مننې وويل، د يو مسلمان هيواد او غړي په توګه د ياد سازمان مسووليت دی چې له افغانستان سره مرسته او همکاري زياته کړي.
مولوي عبدالکبير وویل چې ۴۳ کلنې جګړې افغانستان ته له هره اړخه زيانونه اړولي او ياد سازمان دې د افغانستان د اقتصادي ځان بسياينې لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته