خبرونهټولنهروغتیا

فراه کې ۵۰ زره کسان روغتیایي چوپړتیاوو ته لاسرسی لري

کابل، د کب ۱۶ مه، باختر

د فراه ولایت د عامې روغتيا رياست مسولین وایي، اوس مهال په دغه ولایت کې ۵۰ زره کسان په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري.

د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله شاکر له ولایتي چارواکو سره په یوې غونډې کې ویلي، چې د‌ عامې روغتيا رياست په دې ولایت کې د  ۱۰عادي  مرکزونو، دوو  BSC روغتيايې مرکزونو، په ولايتي روغتون کې د (ICU) څانګې د فعالولو او نورو خدمتونو په درلودلو سره  د دې ولایت ۵۰ زرو تنو ته روغتيايي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

نوموړي همدارنګه د فراه ولایت په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ سپينو سيمو د رامنځته کېدو، انتاني روغتون بيا فعاله کېدو او د دې ولايت په اړوندو سيمو کې د يو پروما مرکز د پرانیستلو غوښتنې هم کړي.

د فراه ولایت د ۲۰۰ بستريز ولایتي روغتون آمر ډاکټر محمد فريد مفکر بيا وويل؛ چې د دغه روغتون ستونزو، زياتو ناروغانو او د ټول تخصصي ټيم غوښتنو ته په کتو سره باید د ۲۰۰ بستریز ارتقا شوي روغتون بوديجه منظوره او روغتون تخصصي شي.

بل خوا د فراه ولایت والي مولوي غوث الدين رهبر بيا د يو لړ موضوعاتو د بیان ترڅنګ د ۲۰۰ بستريز ولايتي روغتون پر ارتقا د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زياته کړه، چې د دې ولايت پراخې جغرافيې او زيات‌ نفوس ته په کتو سره ياده اندازه بسنه نه کوي او ډاډ یې ورکړی، چې د دغې پروژې د پلې کولو په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړي همدارنګه د غونډې ټولو ګډونوالو، مسؤلينو او روغتيايي کارکونکو ته په اړوندو چارو کې د هر اړخيزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته