خبرونهټولنهروغتیا

فراه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه

کابل، د کب ۱۴ مه، باختر

د فراه د امنیې قوماندانۍ له لوري د درملنې په موخه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوې ده.

د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد نسیم جهادوال د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د استخباراتو ریاست په همکارۍ یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو بهیر پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې یې په نشه يي توکو۱۳۰ روږدي کسان راټول او د درملنې ځانګړي کمپ ته لېږدولي دي.

هېره دې نه وي چې په یاد ولایت کې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ځانګړی مرکز جوړ او په بشپړو امکاناتو سمبال دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته